بلخ @ps
ناڅرګندو وسلوالو په بلخ کې د یو سوداګر زوی تښتولی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې ناڅرګندو وسلوالو تېره ورځ مازیګر مهال د دغه ولایت د یو سوداګر ۸ کلن زوی تښتولی، چې تر دې دمه یې برخلیک څرګند شوی نه دی.
د بلخ امنیه قومندان شېرجان دراني د پېښې د منلو تر څنګ په ډاګه کړې؛ دغه ۸کلن ماشوم د مزارشریف ښار د دوه یمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې هغه مهال وتښتول شو، له ښوونځي څخه د کور پر لوري راروان و
د نوموړي په وینا؛ دغه ماشوم په هایلکس ډوله بې پلیته موتر کې تښتول شوی دی.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې د پېښې د څرنګوالي او د ماشوم د موندلو هڅې پیل شوې دي.
په دې وروستیو کې دلته د سړي تښتونې او جنایي جدمونو پېښې ډېرې شوې دي.
په یوه تازه پېښه کې د دې ولایت یو سوداګر د کابل– بلخ پر لاره ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی او څلور میلیون دالر یې ترې وړي دي.