بلخ @ps
ناڅرګندو وسلوالو په بغلان کې د یوې کورنې ۷ غړي وژلي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د دوشي ولسوالۍ ولسوال صاحب داد غفوري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې د شنبې پر شپه د دې ولسوالۍ د زارغه په ناامنه سیمه کې د یوې کورنۍ څلور ماشومان، یوه پېغله نجلۍ او د دوی مور و پلار وژل شوي او دوه نورغړي؛ هلک و نجلۍ یې ټپیان دي.
نوموړي دا هم ویلي، چې تر دې دمه د پېښې په اړه څوک نیول شوي ندي؛ خو پولیسو یې د عاملانو د نیولو لپاره هڅې پیل کړې دي.