تازه خبرونه
ناکام افغانستان د امریکا په ګټه ندی – زلمی خلیلزاد
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی امریکايي دیپلومات زلمی خلیلزاد وايي، چې امریکا له طالب مشرانو سره د دوحې د تړون پر هغو برخو خبرې کوي، چې عملي شوې ندي او په کار ده، چې عملي شي.
د دغه امریکايي دیپلومات د څرګندونو له مخې؛ تر هغې، چې د دوحې تړون د افغانستان د چارسمبالي حکومت لخوا بشپړ پلی شوی نه وي، امریکا به له افغانستان سره سیاسي تعامل او حضور پیل نکړي.
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر او د دوحې د سولې په خبرو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد وايي، که د دوحې هوکړه د افغانستان د نویو واکمنانو لخوا پوره پلې شي، امریکا به په دغه هېواد کې خپل سیاسي حضور بېرته پیل کړي.
نوموړی وایي: دا زمونږ په ګټه نده، چې افغانستان یو منزوي او ناکام هېواد وي. مونږ له طالبانو سره د خبرو په حال کې یوو؛ ځکه، چې تر اوسه طالبانو د دوحې د هوکړې شرایط پلې کړي ندي؛ نو مونږ به تر هغه وخته په افغانستان کې خپل سیاسي حضور پیل نکړو، چې طالبانو د هوکړې ټول موارد پلي کړي نه وي.
د افغانستان د سولې په چارو کې دغه پخواني امریکايي دیپلومات دا هم ويلي، چې له اسلامي امارت سره د دیپلوماتیکو اړیکو په برخه کې ننګونې اوس هم پر ځای پاتې دي او د حل لار یې موندل شوې نده.
د خلیلزاد د څرګندونو له مخې، د اسلامي امارت لخوا د نړیوالو د وړاندیزونو منل کولی شي د نړۍ دریځ بدل کړي؛ خو نوموړی ټینګار کوي، چې اوس هم خوشبیني نشته، بلکې د ټولو مسایلو په اړه د امارت د مشرانو ترمنځ پراخ بحثونه روان دي.
نوموړي ویلي: کله، چې مونږ په افغانستان کې خپل سفارت بند کړ؛ فکر مو وکړ، چې له طالبانو( اسلامي امارت) سره څه وکړو، چې دا اوس هم یوه پوښتنه ده.
په کار ده، فشار پرې راوړو، چې سمه لار غوره کړي. بشري حقونو او د ښځو حقونو ته باید درناوی وشي او ټولګډونه حکومت رامنځته کړي. زه فکر کوم، چې دا ننګونې اوس هم پاتې دي او مونږ د حل لار ورته موندلې نده.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي؛ اسلامي امارت له امریکا سره د دوحې په تړون کې ټولو مواردو ته ځان ژمن ګڼي او ټینګار کوي، چې د دغه تړون ټولې مادې د دوی له لوري پلې شوې دي او د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره یې د بشري حقونو خوندیتوب، ټولیز امنیت او د افغانستان پر ټوله خاوره د کنټرول له لارې ټول شرطونه پوره کړي دي.
خلیلزاد وايي: په داسې حال کې، چې امریکا په افغانستان کې پوځي حضور درلود، پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید وړاندوینه هم کېده؛ نو امریکا د سیمې د حالاتو په اړه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ هڅه وکړه، چې په افغانستان کې پوځي حضور و نلري او په ناټو کې د دغه هېواد له نورو شریکانو او له دغه تړون څخه بهر د روسیې پر وړاندې د غیر مستقیمې مقابلې لپاره چمتووالی نیسي.
په دې وروستیو کې د امریکا دفاع وزارت تائید کړې، چې له افغانستان څخه ایستل شوې جنګي الوتکې او پرمختللې پوځي وسلې د اوکراین د پوځ په واک کې ورکړ شوي دي او هغه میلیاردونه دالر، چې امریکا هر کال په افغانستان کې پر پوځي ماموریت لګول؛ اوس د اوکراین حکومت ته ورکول کېږي.