تازه خبرونه

نایا ټولنې د ۲۰۲۰ کال د مني لوبو ته خپلې سپارښتنې ومنلې

Published

on

د امریکایي ښوونځیو د لوبو ټولنې اعلان کړی، چې دوی د ۲۰۲۰ کال د مني لوبو ته د خپلو سپارښتنو وړاندیزونه تصویب کړي دي.

د لوبو نایا ټولنه هڅه کوي، چې په مارچ میاشت کې د کرونا ویروس د خوریدو له کبله ځنډول شوې سیالۍ بیا پیل کړي.

د دې ملي ټولنې درې وړاندیزونه؛ وزن پورته کول، د لوبو د پیل نېټه او د مني د لوبو لپاره د دېرو سیالیو ترسره کولو جواز دی، چې د ټولنې اجرائیوي کمیټې شورا تصویب کړي.

د ټولنې د اعلان له مخې؛ د دغوو لوبو د تر سره کولو لپاره موخه داده، چې په هره لوبه کې نیم ونډوال له ادارې څخه په لوبو کې د ګډون جوار ترلاسه او د یاد فصل له پیل مخکې سیالیو ته خپل چمتووالی په ډاګه کړي.

د بېلګې په توګه، د دې ټولنې د فوټبال په سیالیو کې ۹۵ بنسټونه ونډه لري. کله، چې ترې نیمایي هغه یعنې ۴۷ بنسټونه له چارواکو خپل جوازونه ترلاسه کړي؛ د لوبو خپل موسم له وخت مخکې هم په قانوني ډول پیلولی شي.

د دغې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ دا پرېکړه، ځکه وشوه، چې له ډېرو ډېر بنسټونه په سیالیو کې برخې اخیستنې ته وهڅول شي.

Trending

Exit mobile version