بی بی سی پښتو

نایجریا کې ۱۰۰ تښتول شوې میندې او ماشومان راخوشي شول

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۳۰, ۱۴۰۰)
Getty Images

د نایجریا شمال لوېدیځ کې چارواکو ویلي، د شوکمارو په لاس تښتول شوې ۱۰۰ میندې او ماشومان، چې ډېری یې پۍ ورکوونکې ښځې دي، راخوشي کړي دي.

دا میندې او ماشومان د جون پر ۸مه په زمفارا ولایت کې تښتول شوې چې د اخ و ډب پرمهال څلور کسان وژل شوي هم دي.

د زمفارا ولایت چارواکو ویي، تښتول شوې مېرمنې او ماشومان له کومې فدیې پرته راخوشې شوي، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

دوی وايي، کورونو ته له ستنېدا مخکې به د راخوشې شویو ښځو او ماشومانو روغتیايي ازموینې کېږي.

دا سیمه په تېرو څو میاشتو کې د تښتونو د څو پېښو شاهده وه.

رپوټونه وايي د ۲۰۲۰ کال له ډیسمبر میاشتې راهیسې هلته نژدې زر کسان تښتول شوي، چې ډېری یې بیا وروسته د فدیې بدل کې راخوشي شوي او یو شمېر وژل شوي دي.

چارواکي وايي، هلته شوکمارې ډلې خلک تښتوي، چې د تښتونو اصلي انګیزه یې د پیسو ترلاسه کول دي.

په ۲۰۱۴ کال بورنو ولایت کې د بوکو حرام اورپکې ډلې د جنګیالیو په لاس د چیبوک د مدرسې د ۲۷۶ زدکوونکو نجونو د تښتولو له پېښې وروسته، ګڼو نورو ډلو هم تښتونو لاس اچولی دی.

د نایجریا ولسمشر محمد بهاري پوځ ته امر کړی چې په زمفارا او ورڅېرمه کاډونا او کاتسینا ولایتونو کې مجرمان پسې واخلي.

د روانې اونۍ پیل کې، د زمفارا او کاډونا ولایتونو په سرحدي سیمه کې پر یوې مجرمې ډلې برید وشو، چې د برید پرمهال د نایجریا د پوځ یوه چورلکه وغورځول شوه او پیلوټ له الوتکې په تېښته بریالی شو.

Trending

Exit mobile version