سیمه ییز خبرونه
نا امنيو د ټاكنو د خپلواك كميسيون اندېښنې زياتې كړې دي
د ټاكنو د نېټي په رانږدې كېدو سره د امنيت په باب د ټاكنو د كميسيون اندېښنې هم زياتې شوي دي. د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند وايي، چې دوى خپلې اندېښنې له امنيتي چارواكو سره هم شريكې كړې او هيله لري، چې خپلې ژمنې به پلې كړي.
كه څه هم د ولسمشرۍ د ټاكنو پروګرامونه له وړاندې څخه د ټاكنو د كميسيون له خوا تنظيم شوي او پر له پسې به د دغه كميسيون له خوا پر مخ يوړل شي، خو د ټاكنو د نېټې په رانږدې كېدو سره د افغانستان په يو شمېر سيمو كې د نا امنيو شتون د ټاكنو د خپلواك كميسيون اندېښنې زياتې كړې دي.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كاركوونكو، ليدونكو، ناظرانو او د ټاكنو د كميسيون اړونده دفترونو د امنيت ساتل د دغه كميسيون له مهمو اندېښنو څخه بلل كېږي.
له بلې خوا د ټاكنو د كميسيون له خوا د نوماندانو د لومړني نوم لړ له خپرېدو وروسته له نوم لړ څخه د لرې شويو نوماندانو د اسنادو په باب څېړنه د ټاكنو د شكايتونو د كميسيون له خوا تر سره كېږي، چې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو په شمېر كې د زياتېدو احتمال هم ليدل كېږي.
خو د ماندګار ورځپانې په خپل لومړى پاڼه كې د ټاكنو د كميسيون د رئيس له قوله ليكلي، چې لس تنه نوماندان به يوولس نه شي، دغه څرګندونې د نوماندانو د اسنادو په باب د ټاكنو د شكايتونو د كميسيون څېړنه تر پوښتنې لاندې كوي، خو د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور د دغو څرګندونو به باب داسې وايې:
تر دې مهال په افغانستان كې د اته سوه زرو تنو ښځو په ګډون شاوخوا دوه عشاريه پنځه ميليونه كسانو د رايې وركونې نوي كاروتونه تر لاسه كړي دي.