سیمه ییز خبرونه

نا امني د ولسمشرۍ د راتلونكو ټاكنو پروړاندې يو جدي ګواښ دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چي نا امني اوس هم د ولسمشرۍ د راتلونكو ټاكنو پروړاندې يو جدي ګواښ دى. په دغه كمسيون كې چارواكي وايي، چې هڅه كوي په ټول هېواد كې  خلكو ته په راتلونكو ټاكنو كې د ګډون زمينه برابره كړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاكنو د نېټې په رانيژدې كېدو سره په دې اړه بحثونه له پخوا ډېر تاوده شوي دي.

د ټاكنو د خپلواك  كميسيون د دارالانشا رئيس ضيا الحق امرخيل وايي:

د ټول هېواد په كچه  له ۶۰ ولسواليو پرته نورو ولسواليو كې د نوم ليكنې مركزونه جوړ شوي او تراوسه هم نا امني د دغه پروسې پروړاندې يوه جدي ستونزه ده.

د دغه كميسيون د دارالانشا رئيس ضيا الحق امرخيل همدارنګه وايي، امنيتي ستونزو د كارت اخيستلو په بهير هم ناوړه اغېزه كړې ده.

هغه زیاتوی له امنيتي ارګانونو سره په ګډه كار كوي ترڅو دا ستونزه له منځه لاړه شي.

كه څه هم امرخېل وايي، په ټاكنو كې د ښځو د فعالې ونډې او ګډون په موخه يې تر ۸۰۰ پورې ښځېنه كارکوونکې استخدام كړې، خو د ښځو د حقونو يو شمېر اړوند ارګانونه د ټاكنو په بهير كې د ښځو په لږ ګډون اندېښنه ښيي.

د ښځو چارو وزارت مرستياله مژګان مصطفوي او د ولسي جرګې د ښځو چارو د كميسيون مشره فوزيه كوفي په ټاكنو كې د ښځو د فعال ګډون په موخه د دوشنبه په ورځ ( د زمري ۱۴ ) د ټاكنو خپلواك كميسيون ته يوه طرح وسپارله، چې ښځو ته د كور په كور د عامه پوهاوي او په كورونو كې د راى وركولو د كارتونو د وېش سپارښتنه كوي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون په ټول هېواد كې د ټاكنو د كارتونو په ترلاسه كولو كې د ښځو ونډه ۳۵ سلنه ګڼي او وايي، هيلمن دي، چې د ټاكنو تر ورځې پورې  دا كچه ۵۰ سلنې ته لوړه كړي.

Trending

Exit mobile version