سیمه ییز خبرونه
نا امنۍ به خلک په ټاکنو کې له ګډون څخه را ونه ګرځوي
مشرانو جرگه تمه ښیی، چې نا امنۍ به خلک په ټاکنو کې له ګډون څخه را ونه ګرځوي. د مشرانو جرګې غړي پر افغانانو غږ كوي، چې په ټاكنو كې په خپل ګډون سره د وسله والو مخالفينو هغه هوډ شنډ كړي، چې د ټاكنو د ګډوډولو لپاره يې جوړ كړى دى.
د ټاكنو د ورځو په نږدې كېدو د نا امنيو څپې هم ځواكمنېږي. وسله وال مخالفين په پرلپسې توګه پر ټاكنيزو بنسټونو بريدونه كوي.
د مشرانو جرګې غړې فریده کوچۍ او انارکلي هنریار په هېواد كې د نا امنیو پر زياتېدو اندېښنه څرګندوي، خو له خلكو غواړي، چې په ټاكنو كې ګډون وكړي. ټاكنو ته له يوې اوونۍ لږ ورځې پاتې دي.
د مشرانو جرګې غړي رفیع الله ګل افغان او بلقیس روشن پر امنيتي ارګانونو غږ كوي، چې د ټاكنو په درشل كې امنيتي تدابير نور هم سخت كړي.
په تېرو څو ورځو كې په كابل كې په څو ځايونو د وسله والو مخالفينو ډله ايز بريدونه وشول.
په وروستي بريد كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون پر دفتر بريد وشو، چې د پنځو بريدګرو په وژنه پاى ته ورسېد.
امنيتي بنسټونه هم مني، چې د ځينو استخباراتي كړيو لخوا د را روانو ټاكنو د ګډوډولو هڅې روانې دي، خو دوى ټينګار كوي، چې د دښمن دغه پلان به شنډ كړي.