تازه خبرونه
نا څرگندو وسلوالو د بلخ ولایت په شولگره ولسوالۍ کې مسافر وژلي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نن غرمه د بلخ ولایت د شولگرې ولسوالۍ د زاري او کشنده سیمو ترمنځ د مسافرو یو موتر د ناڅرگندو وسلوالو تر برید لاندې راغلی، چې مرگ و ژوبله یې رامنځته کړې ده.
یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ټه په ډاگه کړې ، چې په دې پېښه کې ۱۳ ملکي وگړي وژل شوي دي.
د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند شېرجان دراني هم د پېښې رامنځته کیدل منلي او وایي، تر دې دمه د پېښې د قربانیانو شمېر ښکاره شوی نه دی؛ خو یو پلاوی د څېړنو له پاره سیمې ته تلی دی.