تازه خبرونه
نتنیاهو باید اعدام هم شي – خامنهيي
هغه ویلي، چې د اسرائیل له لوري په غزه او لبنان کې د خلکو وژل او پر کورونو بمبارډ کومه بریا نه ده. د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم صادرول بسنه نهکوي، باید د هغه د اعدام حکم هم صادر شي.
د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي د دوشنبې پر ورځ ( د لیندۍ پېنځمه) د بسیجیانو یوې ډلې ته د وینا پر مهال ویلي: دی په دې باور دی، چې د جرمونو د نړیوالې محکمې لخوا د اسرائیلو د لومړي وزیر د نیولو حکم بسنه نهکوي؛ باید اعدام نشي.
هغه ویلي، چې د اسرائیل له لوري په غزه او لبنان کې د خلکو وژل او پر کورونو بمبارډ کومه بریا نه ده. د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم صادرول بسنه نهکوي، باید د هغه د اعدام حکم هم صادر شي.
خامنه يي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په دې وروستیو کې د جنګي جرمونو پر تور د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو امر کړی دی.
هغه ویلي، چې د فلسطین او لبنان د ځوانانو لپاره له مبارزې او جګړې پرته بله لار نشته.
د یادونې ده، چې د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ لومړۍ ) د جرمونو نړیوالې محکمې مشر کریم خان د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او پخواني دفاع وزیر یوف ګالانت او همداشان د حماس د قومندان ابراهیم المصري د نیولو امر صادر کړی دی