پرمختګ او بشپړتیا
نریندرا مودي به سبا ته د سلما بند پرانسته وکړي
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر محمد اشرف غنياو دهند لومړي وزیر نریندرامودي به د شنبې په ورځ په هرات ولایت کې د سلما برښنا بند پرانسته وکړياو ترڅنګ به یېد افغانستان اوسیمېپرحالاتو خبری اتري وکړي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال په ډاګه کړې، چې د افغانستان ولسمشر او دهند صدراعظم به سبا شنبه(د غبرګولي ۱۵)د افغانستان اوهند د دوستۍسلما بند پرانیزي او د افغانستان د وضیعت او سیمېپر حالاتو به هم خبرې وکړي.
د نوموړي په وینا؛ د افغانستان له پاره مهمه ده، چې له هند سره په اقتصادي او نطامي برخه کې تل پاتې همکاري او ملګرتیا ولري.
د ولسی جرګې د دایکندي استازې ریحانه آزاد په اقتصادي،سیاسياو پوځي برخو کې د هند رول مثبت ارزوي او وايي،چې د داسې پروژو پرانستل به د دواړوهېوادونو اړیکې نورې هم ټینګې کړي.
هند له افغانستان سره پخوا ښې اړیکې لري او تل یې د افغانستان د ګټو له پاره کار کړی.
داسي پروژې کولای شي، چې اړیکی ټینګې او د افغانستان د ثبات او اقتصاد له پاره په جدیت سره مرسته وکړي.
ویل کیږي ، چې ولسمشر غني نن همدې موخې ته د رسیدو په هیله هرات ولایت ته سفر کړی، چې د هند او افغانستان د پخې دوستۍ ښکارندویه دی.
د هرات سلما بند، چې د “افغان – هند د دوستۍ بند” ورته ویل کېږي پر هریرود سیند جوړ شوی. پر دې بند ۲۷۰میلیون دالر لګښت راغلی او د ۴۲ میګا واته برښنا د تولید توان لري او۷۵ زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي
خبریال عبدالعزیزکریمي