Connect with us

سیمه ییز خبرونه

نریندرا مودي د هند په ټاکنیزو سیالیو کې له ډېر لږ اکثریت برخمن شو

خپور شوی

د

رویټرز د راپور له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د خپل درېیم تاریخي پېر لپاره وټاکل شو؛ خو د یوه داسې سیاسي مشر لپاره، چې د هېواد پر سیاست یې د لس کلن واک ګوندي رېښې ځغلېدلي د لږ اکثریت ګټل یوه بې‌ساري ټاکنیزه ناکامي هم ده.

د مودي واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند په تېره یوه لسیزه کې د لومړي ځل لپاره په پارلمان کې خپل اکثریت له لاسه ورکړ او پر خپلو سیمه‌ییزو متحدینو تکیه کولو ته اړ شو.

د مودي لپاره، چې د نړۍ د مشرانو تر منځ یې ترټولو د لېوالتیا درجه لوړه وه او پر جمهوري بڼه یې ټاکنیز کمپاین اداره کړ؛ دا ډول پایله د سیاسي بدلون لومړۍ ښکارندویي کوي.

یو ارواپوه او د بی جي پی د یوې کوچنۍ سیاسي ډلې بنسټ ایښودونکی یوګنډرا یاډاو ویلي: د BJP د اکثریت له راکښته کېدا سره؛ دا بدلون ( د مودي لپاره ) یو شخصي ګوزار هم دی.

په تېرو ۱۰ کلونو کې مودي د واکمن اتحاد برلاسی مشر و؛ خو اوس یې مخالفان په اړه اندېښنې لري، چې هېواد یې استبدادي لوري ته راکاږلی دی.

که څه هم مودي هره ورځ د ټلویزیون په سکرینونو کې د هند له ۹۶۸ میلیون رای ورکوونکیو څخه د رای غوښتنه کړې؛ خو اوس یې مخالفانو د بدلون راوستلو غږ پورته کړې دی.

د لکنو پوهنتون د سیاسي علومو د څانګې پخوانی رییس سورنډرا کومار ډوویډي ویلي؛ نن له مودي سره زما یوازنۍ مسله دا ده، چې هغه له خپل ګوند څخه لوی شوی دی. یعنې په ډیموکراتیک سیسټم کې یو فرد ګوند ځای نیولی دی.

نریندرا مودي له لومړي وزیر جواهر لعل وروسته دوه‌یم مشر دی، چې درېیم پېر ګټي او په راتلونکیو پېنځه کلونو کې یې د بدلون راوستلو ژمنه کړې ده.

د هغه پر ​​مشرۍ هند د نړۍ ترټولو د ګړندۍ وده کوونکي لوی اقتصاد لرونکی شو او دا ډاډ څرګندوي، چې غواړي په راتلونکیو درې کلونو کې له امریکا او چین وروسته په هند کې د نړۍ درېیم لوی اقتصاد رامنځته کړي.

مودي په یوه وروستۍ غونډه کې ویلي: څه، چې مونږ په تېرو ۱۰ کلونو کې کړي دي یوازې یو پیل دی؛ مونږ نور ډېر څه لرو. مودي هېواد د نړۍ یوې بلې کچې ته رسوي.

دغه راز ۷۳ کلن مودي د بې جي پي د اپوزیسیون د ګمانونو د ردولو تر څنګ ویلي؛ هغه غواړي د هند لپاره داسې زمینه برابره کړي، چې د د خپلواکۍ تر ۱۰۰ للنۍ پورې په بشپړ ډول پرمختللی هېواد شي.

په دې اړه د سینګاپور په ملي پوهنتون کې د سیاسي علومو د څانګې مرستیال بیلویر سینګهـ ویلي: مودي اوس د لومړي وزیرۍ له میراث برخمن شوی؛ هند به له سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماټیکو او ان نظامي پلوه پرمخ وړي.

د مودي د څرګندونو له مخې: ښه مفکوره به دا وي، چې دا هېواد یو پیاوړی سیمه‌ییز ځواک شي او له چین سره موازي وده ولري؛ خو د ځینو ادعاوو له مخې د لویدیځ ګټو ته نه! بلکې په نړیوال سیاست کې د هند ګټې، ځواک او ځای  پیاوړی او خوندي کوي.

د مودي د واکمن ائتلاف لپاره کم شوی واک د هند په سیکولر اساسي قانون کې د بدلون شونتیا، چې مخالفو ډلو یې په اړه خبرداری ورکړی و؛ له منځه وړي. دا کړنه د پارلمان د دوه پر درېیمې برخې غړیو ملاتړ ته اړتیا لري.

د رویټرز د راپور له مخې: په وروستیو کلونو کې داسې اندېښنې زیاتې شوي، چې بې جي پی هندو ملتپاله اجنډا هېواد دوه قطبي کړی؛ پخپله مودي دا حالت رامنځته او د اصلي اپوزیسیون کانګره یې د مسلمانانو لپاره د رایو پر تر لاسه کولو تورنه کړې، چې اوس د مدني قوانیو په جوړښت کې باید په دې اړه بحثونه وشي.

سیمه ییز خبرونه

د سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي

د سعودي دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د توغندیو پاتې شوني په« سبوحه» نومي کلي کې، چې د مسجدالحرام شمال ختیځ لوري ته شاوخوا ۳۵ کیلومټره واټن لري او د« وادي المغمس» په سیمه کې، چې د دې جومات ختیځ ته شاوخوا ۲۱ کیلومټره لرې پرته ده؛ لوېدلي دي.

Published

on

 

د سعودي عربستان چارواکو ویلي؛ د چارشنبې پر ورځ د دغه هېواد د مکې په اړوند سیمه کې د هوايي دفاعي سیسټمونو له‌خوا د شنډ شويودوه بالسټیک توغندیو پاتې شونيراغورځېدلي دي.

د سعودي دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د توغندیو پاتې شوني په« سبوحه» نومي کلي کې، چې د مسجدالحرام شمال ختیځ لوري ته شاوخوا ۳۵ کیلومټره واټن لري او د« وادي المغمس» په سیمه کې، چې د دې جومات ختیځ ته شاوخوا ۲۱ کیلومټره لرې پرته ده؛ لوېدلي دي.

د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، توغندي د دې سیمې پر لوري توغول شوي وه؛ خو د دې هېواد هوايي دفاعي ځواکونو شنډ او له منځه وړي دي.

حوثیانو څو ځله د سعودي عربستان هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې د مسلمانانو دوه سپېڅلي ښارونه مکه او مدینه یې پر نښه کړي دي. هغوی وايي، پوځي عملیات یې د سعودي عربستان په نورو سیمو کې پر پوځي تاسیساتو او سټراټیژیکو موخو متمرکز دي.

د سعودي عربستان ملکي دفاع ادارې د پنجشنبې په لومړیو ساعتونو کې څرګنده کړې:« پر ملکي سیمو دښمنانه بریدونه له نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د حوثي ملېشو هغه خطرناکه دښمنانه تګلاره څرګندوي، چې دوی یې تعقیبوي.»

حوثیانو په ۲۰۱۴ز.کال کې د یمن پلازمېنه صنعا ونیوله، چې له کبله یې سعودي عربستان په راتلونکي کال کې د یمن د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت پر ملاتړ پوځي مداخله وکړه.

په ۲۰۲۲ز.کال کې د ملګرو ملتونو پر منځګړیتوب د اوربند هوکړې تر ډېره جګړې ودرولې؛ خو د روان میلادي کال په لومړیو کې کړکېچونه بېرته پیل شول. حوثیانو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر مټ د سعودي عربستان پر خاوره بریدونه وکړل او ریاض هم په یمن کې هوايي بریدونه پیل کړل.

د جګړو زیاتېدا د باب‌المندب سټراټیژیکه اوبلاره هم له ګواښ سره مخ کړې ده. دا اوبلاره د بېړیو د تګ راتګ یوه مهمه لاره ده، چې سره بحیره د عدن له خلیج سره نښلوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران په سویلي سیمو کې د چاودنو غږونه واورېدل شول – ایراني رسنۍ

د ایران دولتي ټلویزیون احتمال ښودلی، چې دغه چاودنې ښايي په سټراټیژیک هرمز تنګي کې د ایران له پوځي فعالیتونو سره تړاو ولري.

Published

on

 

د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې د شنبې پر ماښام د دې هېواد په څو سویلي سیمو او د هرمز تنګي قشم ټاپو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ایران دولتي ټلویزیون احتمال ښودلی، چې دغه چاودنې ښايي په سټراټیژیک هرمز تنګي کې د ایران له پوځي فعالیتونو سره تړاو ولري.

له هغه وخت راپدېخوا، چې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه پیل شوې؛ په دې اوب‌لاره کې سوداګریزې بېړۍ څو ځله تر بریدونو لاندې راغلي دي.

د راپور له مخې، ایراني چارواکو په دې سیمو کې د توغندیزو بریدونو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو نیمه دولتي تسنیم خبري آژانس د یوې سرچینې له قوله ویلي، چې د قشم ټاپو د چاودنو غږونه له توغندیزو بریدونو سره تړاو نه‌لري.

د ایران سپاه پاسداران سمندري ځواکونو د یکشنبې پر سهار ویلي، چې دوه د تېلو لېږدوونکې بېړۍ د هرمز تنګي له یوې« نااجازې لارې» څخه د تېرېدا پر مهال له ماینونو سره د لګېدو له کبله اور اخیستی دی.

اوس هم څرګنده نه‌ده، چې د سپاه پاسداران له‌خوا یادې شوې پېښې د ایران په سویلي سیمو کې د اورېدل شویو چاودنو له غږونو سره تړاو لري او که نه.

ایران هغه بېړۍ پر نښه کړي، چې د چارواکو پر وینا؛ د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ له محدودیتونو سرغړونه کوي.

دا هېواد هڅه کوي، پدې تنګي خپل کنټرول ټینګ او پر واشنګټن فشار زیات کړي.

له دې مخکې د شنبې پر ورځ تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی و، چې دوه توغندي پر قشم ټاپو لګېدلي؛ خو د احتمالي زیانونو په اړه یې رسمي معلومات  خپاره کړي نه‌وه.

دا چاودنې له هغې څو ورځې وروسته اورېدل کېږي، چې امریکا پر دغه ټاپو بریدونه وکړل.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې دغه بریدونه محدود ول او د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیل پر معنا نه‌ول.

د امریکا پوځ د شنبې پر ماښام ویلي وه؛ ځواکونو یې یوه سوداګریزه بېړۍ له کاره غورځولې، چې غوښتل یې د ایران پر وړاندې د امریکا له سمندري کلابندۍ تېره شي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې د دوی یوې الوتکې د دغې بېړۍ پر شا برخه ډزې کړي او وروسته یې هغه له کاره غورځولې ده.

د سیمې هېوادونه تمه لرله، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د منځمهاله ټاکنو له پای ته رسېدا وروسته پر ایران بریدونه بېرته پیل کړي. نوموړي له دې ټاکنو مخکې پر ایران د بریدونو له بیا پیلولو ډډه کړې وه. ایران هم څو ځله خبرداری ورکړی، چې د نویو بریدونو په صورت کې به د ګاونډ هېوادونو په خاوره کې د امریکا او اسرائیلو پر موخو بریدونه وکړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د سعودي عربستان او سوریې دفاع وزارتونو د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

دغه تړون ریاض ته د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د هغه د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی دی.

Published

on

 

د سعودي عربستان او سوریې دفاع وزارتونو د چارشنبې پر ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. دا په داسې حال کې ده، چې د یمن حوثیانو اوس هم پر سعودي عربستان خپل بریدونه روان ساتلي دي.

دغه تړون ریاض ته د سوریې د ولسمشر احمد الشرع د سفر او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د هغه د لیدنې پر مهال لاسلیک شوی دی.

دا په سعودي عربستان کې له یوې میاشتې څخه په کم وخت کې د دواړو لوریو دوه‌یمه لیدنه ده.

د دې هوکړه‌لیک د منځپانګې په اړه نور جزئیات  خپاره شوي نه‌دي.

رویټرز خبري آژانس تېره میاشت راپور ورکړی و، چې سوریه له حوثیانو سره د سعودي عربستان د جګړې له پراخېدا وروسته دې هېواد ته د پوځي مرستې پر برابرولو احتیاطي غور کوي.

یوه سوریایي ډیپلوماټ هغه مهال ویلي وه، چې د پوځي همکارۍ یا د تجربو د تبادلې هر ډول غوښتنه به « یوازې له رسمي لارو او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د تنظیموونکو دوه‌اړخیزو تړونونو په چوکاټ کې » ترسره کېږي.

سعودي عربستان له حوثیانو سره د جګړې له بیا پیل وروسته د دفاعي او بریدیزو مرستو ترلاسه کولو لپاره له امریکا نیولې د اروپا او منځني ختیځ تر هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده.

سعودي عربستان ته د احمد الشرع د سفر پر مهال دواړو هېوادونو څو نور تړونونه هم لاسلیک کړل. سعودي عربستان له سوریې سره مالي مرستې کوي او د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدا وروسته یې له نړیوالو قدرتونو سره د دمشق د اړیکو په بیا ټینګولو کې مهم رول لوبولی دی.

د سوریې د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د سعودي عربستان پراختیايي صندوق د چارشنبې پر ورځ له دې وزارت سره شپږ تړونونه لاسلیک کړي، چې له مخې به یې د سوریې د پراختیايي او خدماتي برخو د ملاتړ لپاره د غوره شرایطو لرونکي څه باندې ۴۰۳ میلیون ډالرو پورونه ځانګړي شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!