سیمه ییز خبرونه
نریندرا مودي د هند په ټاکنیزو سیالیو کې له ډېر لږ اکثریت برخمن شو
رویټرز د راپور له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د خپل درېیم تاریخي پېر لپاره وټاکل شو؛ خو د یوه داسې سیاسي مشر لپاره، چې د هېواد پر سیاست یې د لس کلن واک ګوندي رېښې ځغلېدلي د لږ اکثریت ګټل یوه بېساري ټاکنیزه ناکامي هم ده.
د مودي واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند په تېره یوه لسیزه کې د لومړي ځل لپاره په پارلمان کې خپل اکثریت له لاسه ورکړ او پر خپلو سیمهییزو متحدینو تکیه کولو ته اړ شو.
د مودي لپاره، چې د نړۍ د مشرانو تر منځ یې ترټولو د لېوالتیا درجه لوړه وه او پر جمهوري بڼه یې ټاکنیز کمپاین اداره کړ؛ دا ډول پایله د سیاسي بدلون لومړۍ ښکارندویي کوي.
یو ارواپوه او د بی جي پی د یوې کوچنۍ سیاسي ډلې بنسټ ایښودونکی یوګنډرا یاډاو ویلي: د BJP د اکثریت له راکښته کېدا سره؛ دا بدلون ( د مودي لپاره ) یو شخصي ګوزار هم دی.
په تېرو ۱۰ کلونو کې مودي د واکمن اتحاد برلاسی مشر و؛ خو اوس یې مخالفان په اړه اندېښنې لري، چې هېواد یې استبدادي لوري ته راکاږلی دی.
که څه هم مودي هره ورځ د ټلویزیون په سکرینونو کې د هند له ۹۶۸ میلیون رای ورکوونکیو څخه د رای غوښتنه کړې؛ خو اوس یې مخالفانو د بدلون راوستلو غږ پورته کړې دی.
د لکنو پوهنتون د سیاسي علومو د څانګې پخوانی رییس سورنډرا کومار ډوویډي ویلي؛ نن له مودي سره زما یوازنۍ مسله دا ده، چې هغه له خپل ګوند څخه لوی شوی دی. یعنې په ډیموکراتیک سیسټم کې یو فرد ګوند ځای نیولی دی.
نریندرا مودي له لومړي وزیر جواهر لعل وروسته دوهیم مشر دی، چې درېیم پېر ګټي او په راتلونکیو پېنځه کلونو کې یې د بدلون راوستلو ژمنه کړې ده.
د هغه پر مشرۍ هند د نړۍ ترټولو د ګړندۍ وده کوونکي لوی اقتصاد لرونکی شو او دا ډاډ څرګندوي، چې غواړي په راتلونکیو درې کلونو کې له امریکا او چین وروسته په هند کې د نړۍ درېیم لوی اقتصاد رامنځته کړي.
مودي په یوه وروستۍ غونډه کې ویلي: څه، چې مونږ په تېرو ۱۰ کلونو کې کړي دي یوازې یو پیل دی؛ مونږ نور ډېر څه لرو. مودي هېواد د نړۍ یوې بلې کچې ته رسوي.
دغه راز ۷۳ کلن مودي د بې جي پي د اپوزیسیون د ګمانونو د ردولو تر څنګ ویلي؛ هغه غواړي د هند لپاره داسې زمینه برابره کړي، چې د د خپلواکۍ تر ۱۰۰ للنۍ پورې په بشپړ ډول پرمختللی هېواد شي.
په دې اړه د سینګاپور په ملي پوهنتون کې د سیاسي علومو د څانګې مرستیال بیلویر سینګهـ ویلي: مودي اوس د لومړي وزیرۍ له میراث برخمن شوی؛ هند به له سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماټیکو او ان نظامي پلوه پرمخ وړي.
د مودي د څرګندونو له مخې: ښه مفکوره به دا وي، چې دا هېواد یو پیاوړی سیمهییز ځواک شي او له چین سره موازي وده ولري؛ خو د ځینو ادعاوو له مخې د لویدیځ ګټو ته نه! بلکې په نړیوال سیاست کې د هند ګټې، ځواک او ځای پیاوړی او خوندي کوي.
د مودي د واکمن ائتلاف لپاره کم شوی واک د هند په سیکولر اساسي قانون کې د بدلون شونتیا، چې مخالفو ډلو یې په اړه خبرداری ورکړی و؛ له منځه وړي. دا کړنه د پارلمان د دوه پر درېیمې برخې غړیو ملاتړ ته اړتیا لري.
د رویټرز د راپور له مخې: په وروستیو کلونو کې داسې اندېښنې زیاتې شوي، چې بې جي پی هندو ملتپاله اجنډا هېواد دوه قطبي کړی؛ پخپله مودي دا حالت رامنځته او د اصلي اپوزیسیون کانګره یې د مسلمانانو لپاره د رایو پر تر لاسه کولو تورنه کړې، چې اوس د مدني قوانیو په جوړښت کې باید په دې اړه بحثونه وشي.
