تازه خبرونه

د غزني له زندان څخه د درې ښځو په گډون نږدې سل بنديان خوشي شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د دوشنبې په ورځ د ولسمشر حامد كرزي په فرمان له غزني زندان څخه د درې ښځو په گډون څه نا څه سل بنديان خوشي شول.

ويل كيږي ډېر دا كسان په پوځي عملياتو كې نيول شوي او ځينې يې د اداري او اخلاقي فساد په جرم بنديان شوي ول.

د غزني والي محمد موسى اكبرزاده د بنديانو د خوشي كولو په وخت وويل، چې:

د افغانستان اوسنۍ جگړه بهرني هېوادونه د خپلو موخو لپاره پرمخ وړي.

هغه زياته كړه، چې ډېري خوشي شوي كسان له دې پرته، چې د بهرنيو هېوادونو له لوبو خبر شي بېرته له وسله والو طالبانو سره يوځاى كيږي او ورور وژنې ته دوام وركوي.

خوشي شوي بنديان وايي، له كوم جرم درلودو پرته بنديان شوي ول.

د غزني د څارنوالۍ رييس عبدالرشيد عابد ځينې ستونزې تاييدوي او وايي، اوس د زندان په يوه خونه كې، چې بايد اته تنه بنديان وي تر دېرشو پورې كسان ساتل كيږي.
د نوموړي په وينا، دا كار د بنديانو ترمنځ د بېلابېلو ناروغيو د خوريدو لامل كيږي.

Trending

Exit mobile version