سیمه ییز خبرونه
نصيره د لوى اختر په لومړۍ ورځ د كورني تاوتريخوالي قرباني شوه
د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي اوزور زياتي پېښې لا هم دوام لري او د بلخ ولاېت په دهدادي ولسوالۍ كې د لوى اختر په لومړۍ ورځ يوه سړي د خپلې مېرمن سر غوڅ كړى دى.
دېرش كلنه نصيره، چې د پنځو اولادونو مور وه، هغه مهال د خپل مېړه له خوا ووژل شوه، چې د پوليسو په وېنا د دواړو تر منځ لفظي شخړه وشوه. پوليسو وژونكى نيولى او څېړنې ترې روانې دي.
نصيره د لوى اختر په لومړۍ ورځ د كورني تاوتريخوالي قرباني شوه او ژوند يې له لاسه وركړ.
ميرمن نصيره د پنځو اولادونو مور وه.
د دهدادي ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد آصف وايې:
دغه مېرمن هغه مهال د خپل مېړه له خوا ووژل شوه، چې د هغه لومړنۍ غوښتنه يې رد كړه.
د دهدادي د ولسوالۍ امنيه قوماندان زياته كړه، چې وژونكى، چې شاه محمد نومېږي، د پوليسو له خوا تر پېښې څو شېبې وروسته نيول شوى او څېړنې ترې روانې دي.
په افغانستان كې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي بېلابېل ډولونه دوام لري، چې آن د اختر او خوښيو په ورځو كې هم د ټولنې دا قشر له زور زياتي او تاوتريخوالي نه وي خوندي.
د ښځو د حقونو مدافعان وايې:
نالوستي، بېوزلي او د هېواد له نافذه قوانينو څخه د ښځو او نارينه و بې خبري د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو عمده عوامل دي.