تازه خبرونه

نصیر احمد فایق د غلام محمد اسحاقزي پر ځای په م.م کې د افغانستان دایمي استازی وټاکل شو

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۷, ۱۴۰۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د پنجشنبې پر شپه د لیندۍ ۲۵ ناوخته څرګنده کړې، چې نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي ماموریت مشري پر غاړه اخیستې ده.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په یوه رسمي ټویټ کې لیکلي، چې نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د ټولو هڅو مسوول دی.

د افغانستان دایمي استازولۍ څرګنده کړې؛ نصیر احمد فایق به د دې ټولنې له ټولو غړیو او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په ګډه کار وکړي، چې د افغانستان په اوسني وخت کې د ناوړه بشري وضعیت د حل  او د ښځو، نجونو او قومي اقلیتونو د حقونو په ګډون د ټولو وګړیو اساسي حقونو ته پاملرنه وکړي.

د یادې سرچینې په خبرپاڼه کې دا راغلي، چې د بشري مرستو جلبول او برابرول او د افغانستان زیانمنو خلکو ته، چې د ژمي په یخنۍ کې له لوږې سره مخ دي؛ د مرستو ډاډه رسول له هغو لومړیتوبونو څخه دي، چې پاملرنې ته بېړنۍ اړتیا لري؛ خو په دې خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د کوم حقوقي شخصیت لخوا ټاکل شوی دی؟!

نصیر احمد فایق له هغې یوه ورځ وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ مشري پر غاړه واخیسته، چې د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سقوط شوي حکومت سفیر غلام محمد اسحاقزي د چارشنبې پر ورځ د لیندۍ پر ۲۴ له خپلې دندې استعفا وکړه؛ خو نوموړي تر دې دمه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه د خپلې استعفا په اړه په رسمي بڼه څه ندي ویلي.

له دې مخکې د فارن پالیسي اوبپاڼې د درې افغان ډیپلوماټانو د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ غلام محمد اسحاقزي له دې خاطر استعفا کړې، چې د ملګرو ملتونو پر یوه بل پوسټ ګمارل شوی دی.

غلام محمد اسحاقزی د ۲۰۲۱ زېږدیږ کال د جولای په میاشت کې د سقوط شوي حکومت ولسمشر اشرف غني لخوا پدې دنده ګمارل شوی و.

د ډسمبر پر شپږمه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې پرېکړه وکړه، چې غلام محمد اسحاقزی به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی پاتې شي؛ خو پدې پرېکړه د افغانستان اسلامي امارت نیوکه وکړه او دا پرېکړه یې “ناعادلانه” وبلله. په داسې حال کې، چې اسلامي امارت ملګروملتونو ته د قطر د سیاسي دفتر غړی سهیل شاهین د افغانستان دد ایمي استازي په توګه ورپېژندلی دی.

د یادونې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له ۱۹۹۶ زېږدیز څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې په ملګرو ملتونو کې عبدالحکیم مجاهد د خپل دایمي استازی په توګه درلود.

 

Trending

Exit mobile version