سیمه ییز خبرونه

نعمت الله شهرانی: اسلام د افراط او تفریط دین ندی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې د اعتدال مرکز په رسمي توګه پرانستل شو. د دغه مرکز مشر د وسله والو ‌طالبانو افراطی کړنې د اسلام خلاف عمل وباله او زياته يې كړه، چې د اسلام له نظره د هغوى كړنې د منلو وړ ندي.

هغه وویل، چی اسلام د افراط او تفریط دین ندی او باید، چې د اسلام واقعي شرایط په افغانستان کي عملي شي.

د افغانستان د وزيرانو شورا د د تېر كال د پرېكړې له مخې د اعتدال مركز جوړ شو.

نعمت الله شهرانی د اافغانستان د اعتدال د مرکز رئیس وايي:

هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو د افراط او تفریط له بحران سره مخامخ دى نو دغه مركز به هڅه كوي، چې د غېر اسلامي كړنو پر خلاف د خلكو ذهنونو د اسلامي ارشاداتو په رڼا كې روښانه كړي.

د دغه مركز رئيس نعمت الله شهراني همدارنګه وايي، چې همدا اوس په افغانستان كې د اسلام په نوم ځيني ډلې داسې كارونه كوي، چې له اسلام سره په ټكر كې دي او له بلې خوا ځيني نور بيا هڅې كوي، چې افراطي ډېموكراسي عملي كړي.

د افغانستان د اعتدال مرکز به هڅه وكړي، چې د اسلام د اعتدال د نظريې او تګلوري د عامولو او افراط او تفريط سره د مبارزې لپاره ديني عالمان وهڅوي، رسالې او كتابونه وليكي او سيمينارونه جوړ كړي.

Trending

Exit mobile version