سیمه ییز خبرونه
نفلي حج ته د پارلمان د څه نا څه ۱۵۰غړيو تگ له هېوادوالو سره جفا ده
د ولسي جرگې او مشرانو جرگې له يو سل و پنځوس غړيو ډېرحج ته تللي، چې دې كار د پارلمان عمومي غونډې له ستونزو سره مخ كړې دي.
د ولسي جرگې غړي شېر ولي وردگ او فرخنده زهرا نادري حج يوه ديني فريضه گڼي، خو په يوه وخت نفلي حج ته د ولسي جرگې د يوې ډلې غړيو تگ له ملت سره جفا بولي.
له هغې وروسته، چې د مشرانو جرگې او ولسي جرگې لسگونه غړي بيت الله شريف ته د حج لپاره ولاړل، په كابل كې د دغو جرگو غونډې له ستونزو سره مخ او فعاليت يې په ټپه ودريد.
د دوشنبې په ورځ(د لړم لومړۍ) د ولسي جرگې غونډه جوړه نشوه. له دې څو ورځي وړاندې هم نصاب نيمگړى و او دغه جرگه ونه توانيده، چې تر لاس لاندې قوانين تصويب كړي.
كه څه هم د ولسي جرگې زياتره څوكۍ هر وخت خالي وي؛ خو دا ځل په ډليزه توگه حج ته د دغې جرگې د غړيو پر تگ كلكي نيوكې وشوې.
يو شمېر كابل ښاريان هم حج ته د ولسي جرگې د نيمايي غړيو پرتگ نيوكې كوي.
ويل كيږي په روانه اوونۍ كې د ملي شورا څه نا څه نيم غړي حج ته تللي، چې په دغه ډله كې يو شمېر داسې كسان هم شته، چې تېركال هم نفلي حج تللي ول.