1393ټاكنې
نن(د غبرگولي۲۴) د سهار په ۷ بجو د رای اچونې بهير پيل شو
نن(د غبرگولي۲۴) د سهار په ۷ بجو د افغانستان خلك د ولسمشريزو ټاكنو د دوه يم پړاو ټاكنو راى مركزونو ته روان شوي او د خپلې خوښې نوماند ټاكي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون رييس احمد يوسف نورستانى د خپلې گوتې په تورولو د ټاكنې پراخ بهير پيل كړ او له خلكو يې په يوه خبري ناسته كې د پراخ گډون غوښتنه وكړه.
نوموړي دا هم وويل، چې د گڼه گوڼې په صورت كې هېوادوال كولى شي په نور محلونو كې هم راى واچوي.
د ښاغلي نورستاني په وينا، د راى اچونې روان بهير به د مازيگر تر څلور بجو روان وي.
د ولسمشريزو ټاكنو په لومړي پړاو كې اته نوماندانو برخه درلوده، چې هيچا پنځوس جمعه يو رايه تر لاسه نه كړاى شوه. د دغو ټاكنو په دوه يم پړاو كې دوه مخكښ نوماندان عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزى سيالۍ ته ولاړدي او خلك يو ځل بيا د افغانستان د سياسي راتلونكي په هيله خپلې گوتې توروي.
يو شمېر افغانانو آريانا نيوز ته په خبرو كې ويلي، چې د سر په بيه به هم په ټاكنو كې برخه اخلي.
د افغانستان د كورنيو چارو او دفاع وزارتونه له ډاډمن امنيت خبر وركوي او څرگندوي، چې ټاكنې به خوندي تر سره شي.
د افغانستان د ځمكنيو قواوو قوماندان ټينگار كوي، چې د ټولو راى مركزونو امنيت خوندي دى او بشپړځواكونه په مركزونو كې ځاى په ځاى شوي دي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون د څرگندونو له مخې، د ولايتونو له ۲۰ زره ډېرو محلونو ته د ټاكنو بنسټيز توكي ليږل شوي دي.
د دغو ټاكنو په لومړي پړاو كې ۶۴ سلنه نرينه وو او ۳۶ سلنه ښځو برخه درلوده.
د يادونې وړ ده ، چې د دوه يم پړاو ټاكنو پايله به د روان كال د چنگاښ تر وروستۍ ورځې اعلام شي.