سیمه ییز خبرونه
د کابل په ارگ کې د نوي کال نړيوال جشن د نمانځلو لومړني مراسم پيل شول
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د نوروز د حوزې ځینو ولسمشرانو او استازيو د نوي كال د جشن لومړني مراسم سږ كال په ارگ كې پيل كړل.
دغه مراسم په ځانگړي سيمه ييز ټنگ ټكور، اتڼ، تورو وهلو او نورو لوبو پيل شوي دي.
ډېري بهرني میلمانه په کابل کې دي او نن هم له غرمې مخكې د ایران ولسمشر حسن روحانی د كابل هوايي ډگر ته راورسيد.
د تاجكستان ولسمشر امام علی رحمان تېره ورځ او د ايران ولسمشر حسن روحانی نن له غرمې مخكې رارسيدلي او ويل كيږي، چې د پاكستان، آذربايجان، قرغزستان، قزاقستان، هندوستان، تركيې، ارمنستان، تركمنستان، ازبكستان چارواكي هم كابل ته راورسيږي.
د ارگ په دې مراسمو كې د ۱۱ هېوادونو ولسمشران او استازي گډون كوي.
د يادونې وړ ده، چې د نوي كال دا مراسم د پغمان د تپې د كارونو د ځنډ پر لامل په ارگ كې پيل شول.