بی بی سی پښتو

ننګرهار برید: د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي؛ وروسته د کور مېرمنې زړه هم درېدلی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۳۹۹)
Reuters
سې شنبې پر ورځ په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښو کې سل کسان وژل شوي

د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګي بريد د د وژل شويو کسان شمېر هم لږ تر لږه ۳۲ ته رسېدلی دی. د ګڼو وژل شویو کسانو جنازې نن چارشنبه په دې ولايت کې ادا او خاورو ته وسپارل شوې.

د پرونۍ پېښې قربانيان تر ډېره سره خپلوان او نږدي ملګري وو. ياده پېښه کې د يوې کورنۍ ۴ غړي هم وژل شوي دي.

خپله قومي مشرشېخ سکندر، دوو ورېرونو، يو تره زوی او يو بل کليوال جنازې پرون مازديګر په بهسودو ولسوالۍ کې يو ځای ادا او وړاندې تر دې چې خاورو ته وسپارل شي، په کورنۍ ېې بل غم هم ور ډېر شو.

د وژل شوې کورنۍ يو غړی بلال وايي، د ورېندار زړه يې د کتار جنازو په لېدو ودرېد او د لېوره، د لېوره د د دوو زامنو او د کاکا د بچي پسې يې د ژوند وروستۍ سلګې وکړې.

د ننګرهار حوزوي او نورو روغتونونو ته د پروني بريد ۳۲ جسدونه او ۱۳۳ ژوبل ور وړل شوي چې روغتیايي مسوولین وايي نژدې نيمایي له لومړنۍ درملنې وروسته کورونو ته رخصت کړای شوي دي.

د ننګرهار چارواکي وايي د پېښې څرنګوالی مالومېدو ته يې يو پلاوی ګومارلی دی. داعش ډلې د دې برید مسولیت منلی.

د کابل پر روغتون برید کې د مړو شمېر هم لوړی شو:

Reuters
د کابل برید وژل شویو کې نوي زېږېدلي ماشومان هم دي

بله خوا سې شنبې پر ورځ د کابل سل بستریز روغتون د زېږنتون پر څانګه وسله وال برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ تنو ته رسېدلی دی. په دې برید کې ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.‌

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي‌ چې په وژل شویو کې نوي زېږېدلي‌ ماشومان،‌ میندې او د روغتون نرسانې هم شاملې دي.

افغانستان کې دننه او په نړیواله کچه د دې برید سخته غندنه شوې ده،‌ خو تر اوسه یې کومې ډلې مسولیت نه دی منلی.

افغانستان کې وروستي تاوتریخوالي ته غبرګونونه:‌

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون سې شنبه د وروستي تاوتریخوالي په غبرګون کې افغان پوځ ته امر وکړ چې له دفاعي حالته ووځي او د دوښمن پر ضد خپل عملیات بېرته پیل کړي.‌

خو وسله والو طالبانو تور لګولی چې افغان ولسمشر د جګړې له لارې خپل واک غځول غواړي.

په یوه جلا پرمختګ کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د پوځي عملیاتو بېرته پیلولو په اړه د ولسمشر غني پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی. ‌

په ټوله کې د سې شنبې پر ورځ افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښو کې شاوخوا سل تنه ووژل شوي.‌

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خپلمنځي هوکړې لاسلیکېدو راهیسې دا په افغانستان کې یوه تر ټولو خونړۍ ورځ وه.‌

خو طالبان د سې شبنې ورځې بریدونو کې هر ډول ښکېلتیا ردوی او وایي، طالبانو د خپلو پوځي عملیات په ترڅ کې د داعش ډله هم ځپلې ده او سیمې یې ورنه ازادې کړې دي.‌

پر خواله رسنیو د سې شنبې ورځې بریدونو پراخ غبرګونونه راپارولي او ګڼو کسانو یې غندنه کړې ده.‌

په خوست ولایت کې هم د سې شنبې پر ورځ یو شمېر کسانو د ښار منځ کې د دې بریدونو پر ضد اعتراض وکړ او جګړه کې پر ښکېلو غاړو یې غږ وکړ چې افغان وژنه بنده کړي.‌

Trending

Exit mobile version