تازه خبرونه
ننګرهار له امنيتي او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی
ننګرهار د امنیتي او اقتصادي پلوه له ستر بحران سره لا او ګرېوان دی. دغه ولایت د داعش له جګړو تر پوزې راغلی او له دولت د دې ستونزې حل غواړي.
د ختیځو ولایتونو دسراسري شورا مسولین له مرکزي حکومت غوښتنه کړې چې د ننګرهار حالاتو ته پام وکړي او تغیرات رامنځته کړي. د شورا مشر داعش د اسلام او انسانیت ضد ډله بللې او پر ولس یې غږ کړی چې د د داعش پر ضد خپله وسله پورته کړي.
د شورا مشر قمرالدین شینواری وايي: “ننګرهار دمګړۍ د امنیتي او اقتصادي پلوه له بحران سره مخ دی او که پام ورته ونه شي لا به خراب شي. له ولسمشر غوښتنه کوو چې د ننګرهار حالت ته پام وکړي او سم بدلونونه راولي.”
د ختیځو ولایتونو د سراسري شورا مشر وايي د ولس ستونزې یې له مرکزي حکومت سره شریکې کړې دي او که د حل له پاره یې ګام پورته نه شي په نږدې کې به پراخه احتجاجیه غونډې وکړي.
هغه زياتوي: “داعش د یو شمېر بهرنیو هېوادونو پرمټ جوړه شوې اسلامیت او انسانیت ضد ډله ده، که داعش په ننګرهار کې مات نه شي حکومت، ته به لوی سرخوږی جوړ کړي.”
د ختیځو ولایتونو سراسري شورا په ۱۳۸۹ کال کې جوړه شوې، چې د ختیځ یو شمېر مشران یې غړیتوب لري. پر دې شورا ډېره کله نیوکه دا وي چې مسولین یې یوازې د خپلو ګټو په غم دي او ولس یې له یاده ويستلی دی.
خبريال: رحمتالله زیارمل