تازه خبرونه
ننګرهار پوهنتون ته د جيولوژي او معدن پوهنځی منظور شو
د لوړو زده کړو وزارت چارسمبالي نداء محمد نديم د یکشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۲۶) د ننګرهار پوهنتون د علمي شورا په غونډه کې دې پوهنتون ته د جيولوژي او معدن پوهنځي د رامنځته کېدا وړاندیز تائید او منظور کړ.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې د ننګرهار مرستیال والي سعيد احمد بنوري ننګرهار پوهنتون ته د نوموړي له ځانګړې پاملرنې د مننې ترڅنګ د پوهنتون د غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو په اړه د همکارۍ ډاډ وړاندې کړ او غوښتنه يې وکړه، چې د دې ولایت نورې اړوند ستونزې دې هم په کابينه کې له وزيرانو سره شريکې کړي.
د ننګرهار پوهنتون ریيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په دې پوهنتون کې د رامنځته شويو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې او د دې پوهنتون په چوکاټ کې یې د جيولوژي او معدن پوهنځي د رامنځته کېدو، د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو او پښتو ادبياتو په برخه کې د دوکتورا برنامو پيلولو غوښتنه وکړه.
د پوهنتون رئیس دغه راز د دې پوهنتون د غصب شوې ځمکې را ګرځولو او استملاک، يو شمېر پوهنځيو ته د ودانيو جوړولو،نيمګړو پروژو بشپړولو او اداري او تدريسي برخه کې د استقلاليت وړانديزونه وکړل.
د لوړو زدهکړو وزارت چارسمبالي نداء محمد نديم د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې د جيولوژي او معدن پوهنځي وړانديز لاسليک او د دوکتورا برنامو په پيلولو کې یې هم د همکارۍ ډاډ وړاندې کړ.
دغه راز ندا محمد ندیم ویلي؛ د اسلامي امارت له رهبر سره يې د پوهنتون د استادانو د معاشاتو لوړولو په اړه خبرې کړي، چې د اُصولو له مخې به اجرات تر سره شي.
دغه راز يې دا ډاډ هم څرګند شو، چې داخل خدمت استادان کولی شي، چې په وړيا توګه له نورو لوړو زدهکړو او ليليې هم برخمن شي.
