تازه خبرونه

ننګرهار کرکت لوبغالی د نجیب تره کي پر نوم ونومول شو

Published

on

د افغانستان کرکت بورد د ننګرهار بهسود ولسوالۍ اړوند کرکت لوبغالی، چې دا مهال تر جوړیدو لاندې دی؛ د نجیب تره کي لوبغالی نومولی دی.

د هېواد کرکت بورد څرګنده کړې: دا پرېکړه؛ ځکه شوې، چې نجیب تره پر خلکو ګران او د افغانستان د ملي لوبغاړي په توګه د ویاړ او زړورتیا سمبول دی.

د افغانستان کرکت بورد مشر فرهان یوسفزي ویلي؛ په دې کې شک نشته، چې نجیب تره کي د لوړو اخلاقو لرونکی او لویه د هېواد ستره هستي وه. مونږ یې پر ​​مړینه خواشیني یو. هغه به تل یاد وښاد وي او روح ته یې دعا کوو.

یوسفزي زیاته کړې، چې د تره کي په ګډون ټول افغان لوبغاړي په نړیواله کچه د هېواد لپاره ویاړنې لري او د هېواد د نوم لوړولو لپاره هڅې کوي.

هغه زیاته کړې؛ په حقیقت کې دا د دوی کار و زیار دی، چې کرکت یې د بریا او د افغانانو لپاره د ویاړ او خوښۍ سرچینه ګرزولې ده.

د یوسفزي د څرګندونو له مخې؛ دا مهمه ده، چې مونږ د هغه کار و زیار او هڅې وستایو او درناوی یې وکړو. نن زه غواړم د هغه په ​​نوم د ننګرهار ولایت د بهسود کرکت ستدیوم ونوموم.

له همدې کبله یاد لوبغالی د نجیب تره کي لوبغالی ونومول شو.

د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې ۲۹ کلن لوبغاړی نجیب الله تره کي د سې شنبې پر ورځ په ننګرهار ولایت کې له موتر سره له ټکر وروسته سخت ټپي او بیا ومړ.

ارواښاد تېر کال د کرکت په شپږیزه سیالیو کې د سپین غر لوبډله ښه وځلوله او تېره میاشت یې له میس عینک لپاره ښه لوبه وکړه.

Trending

Exit mobile version