تازه خبرونه
ننګرهاریان سولې ته هیله من دي او له حکومته د ټاکنو ځنډول غواړي
د افغانانو هېواد همهاله له دوه حساسو پړاوونو تېرېږي؛ د ارګ واکمن د ولسمشرۍ پر ټاکنو ټينګار کوي، خو عام خلک په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو څه نا څه هیله من کړي او وايي که، د دې خبرو موخه رښتیني سوله وي؛ نو حکومت دې د ولسمشرۍ د ټاکنو پر ځای د سولې خبرې رامخکې کړي.
د آریانانیوز همکارانو په تېرو څو میاشتو کې د ختیځ په بېلابیلو سیمو کې له ۳۰۰ تنو څخه پوښتنې کړي، چې لومړی ټاکنې که سوله؟
د ډېرو خلکو ځواب دا دی، چې سوله دې تر ټاکنو مخکې شي.
ځینې خلک د سولې په اړه د ولسمشر وروستیو قهرجنو څرګندونو هم شکمن کړي او وايي، په دوحه کې د سولې خبرې تر اوسه له افغان ولس پټې ساتل شوي او نه پوهېږي، چې د دې هېواد پر برخلیک څه راز پرېکړه کېږي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازی حضرت علی وايي، له سولې پرته ټاکنې به د پخوا په څېرله درغلیو ډکې او بحران زېږوونکې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ نهم پړاو نهمې ورځې ته وغزیدلی؛ خو د واړو خواوو څرګندونو خلک هیله من کړي دي.
خبریال: رحمت الله زیارمل