تازه خبرونه

ننګرهار والي ته د ګمرک نوی رییس ور وپېژندل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مالیې وزارت د یو شمېر چارواکو له لوري د ننګرهار ولایت په مقام کې د دې ولایت نوی ټاکل شوی د ګمرک رییس احمد نوید بشریار د دې ولایت والي شاه محمود میاخېل ته ور وپېژندل شو.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې ننګرهار والي شاه محمود میاخېل نوي رییس ته ویلي، چې د ولایتي ادارې له مسوولینو سره په ټولو قانوني چارو کې همغږي وساتي؛ د عوایدو د لوړیدو او د فساد د مخنیوي لپاره پخپل ماموریت کې بې ساری کار تر سره کړي.

 د خبرپاڼې له مخې؛ د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند او د مالیې وزارت د چارواکو له لوري د ننګرهار ګمرک نوی رییس رسماٌ د یادې ادارې کارکوونکیو ته وروپېژندل شو.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د مالیې وزارت د ګمرکاتو د تخنیکي چارو رییس احسان الله کمال د نوموړي له ورپېژندلو وروسته ویلي؛  ادلون بدلون یو اصل دی او همدې اصل ته په کتو د مالیې وزارت پر وړاندیز او د ولسمشرۍ د حکم  له مخې احمد نوید بشریار د ننګرهار ګمرک د نوي رییس په توګه ټاکل شوی دی.

د ننګرهار ګمرک نوي رییس احمد نويد بشریار ډاډ څرګند کړی، چې په شفاف ډول به د عوایدو د لوړیدو، د فساد د مخنیوي او سوداګرو ته د آسانتیاوو د برابرولو لپاره ګټورې هڅې تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په حکومت کې د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کولو پورې نوې ګومارنې بندې دي؛ خو نن ننګرهار ته ورته د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ نوی رییس هم د دغه ولایت مقام ته ورپېژندل شوی دی

Trending

Exit mobile version