تازه خبرونه
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له خپلې دندې استعفا ورکړه
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو په ډاګه کړې، چې ګلاب منګل د شخصي دلایلو له امله خپله استعفا دغې ادارې ته وړاندې کړې ده.
دغې ادارې د نوموړي استعفا منلې ده.
د ننګرهار والي ګلاب منګل هم له آریانا نیوز سره په خبرو کې منلې، چې استعفا یې ورکړې ده .
هغه د ننګرهار والي په توګه ژمنه کړې وه، چې په ښار کې به د نامسوولو وسلوالو ډلو ښکاره ګرځیدل، د سړي تښتونو او وژنو مخه نیسي؛ خو نوموړي په داسې حال کې خپله استعفا وړاندې کړه، چې د جلال آباد ښار په زړه کې نن غرمه مهال د مستوفیت پر ودانۍ ډله ییز برید تر سره او په کې د ۵ کسانو د وژل کیدو او ۳۳ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ شوی دی.
مستوفیت د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې دی، مخامخ ورته زندن او یو اړخ ته یې د پوهنې ریاست او بل ته هم د نجونو الايي لیسه پرته ده.
محمد ګلاب منګل د پکتیا، هلمند، لغمان او ننګرهار والي او سرحدونو، اقوامو او قبائیلو د وزیر په توګه هم کار کړی دی.
ښاغلی محمد ګلاب منګل د پښتو او دري ژبو تر څنګ په انګلسي ژبې هم روانې خبرې کوي.