سیمه ییز خبرونه
ننگرهاريان په دې ولایت كې له ناامنيو اندېښمن دي
ننگرهار،چې پخوابه ورته دامن او ادب زانگو ویل کیده په دې وروستیو کې د ناکرایو او له قانون څخه د سرغړونو شاهد دی.
څومیاشتې وړاندې دغلته امنیتي حالت دومره خراب و، چې په ځنیو ولسوالیو کې هیڅ دولت پلوه کس خپل کورته نه شو تللی.
د ننگرهاريو شمېر اوسيدونكي وايي، دغه ولایت اوس د نامسوولو وسله والو، انسان تښتوونکيواو غلو خوندي مرکز دی.
دوی وايي په ښار او ځینو ولسوالیو کې نامسوول وسله وال او په تورو ښیښوکې بې پلیټه موټرگرځي؛ خو پولیس یې د مخنیوي توان نه لري.
ننگرهاریان وايي، دغلته د امنیت په خرابولو کې د پارلمان او ولایتي شورا یو شمېرغړي د هغوی خپلوان او زور واکان لاس لري.
د ننگرهار امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد هم په دغه ولایت کې ځينې ستونزې او سرغړونې مني؛ خو وايي، د مخیوي لپاره يې جدي هڅې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ننگرهار پخوانیو او اوسنیو چارواکو څو ځله د دې ستونزو د حل ژمنې کړي؛ خو لاتر اوسه نه دي بریالي شوي.
د خلکو دا اندېښنې وروسته له هغې ډېرې شوې، چې په وروستیو څو اوونیو کې له ماښامه وروسته د ښار په ځینو ناحیو کې له هټیوالو، محصلینو او ځینو نورو لارويو به د ټوپک په زورپيسې واخستل شوې.