سیمه ییز خبرونه

ننگرهار والي به د گوشتې ولسوالۍ په اړه وپوښتل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرگې دفاعي کمیسون مشر همایون همایون وايي:

ننگرهار والي به په گوشته کې د جوړو شويو پاکستانيو تاسیساتو او دروازې په اړه د بې غورۍ له كبله ولسي جرگې ته د ځواب ويلو لپاره راوغوښتل شي او كه يې سم ځواب نه درلود؛ نو لويې څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي.

ننگرهار والي گل آغا شېرزى وايي:

د پاکستان د دې ټولو حرکتونو په اړه پخپل وخت مرکزي دولت ته خبر وركړ شوى دى.

ښاغلی شېرزی زياتوي، پاكستان د ديورند كرښې په اړه د انگريزانو نقشه پلي كول غواړي، خو افغانان بیا د روسانو د وخت نقشه له ځان سره لري.

د آريانا تلويزيون خبریال رحمت الله  زیارمل له سیمې په ډاگه كړې، چې:

د ننگرهار ولايت په گوشته كې پاکستانيو چارواکو له نړيوالو قوانينو سرغړونه كړې او په سيمه كې يې پوځي تاسیسات او دروازې جوړې کړې دي.

افغان چارواکو ادعا کړې وه، چې دغه دروازه نړیدلې؛ خو نه یوازې دا، چې دغه تاسیسات او دروازه پخپل ځای ولاړه ده، بلکې له دې دروازې په ورپورې غاړه كې هم د نویو تاسیسا تو او یوې بلې دروازې پر جوړولو کار روان دی.

د دغوسرحدي سیمو ځينې اوسیدونکي وايي:

د افغان چارواکو د بې غورۍ له مخې په تېرو څو کالونو کې پاکستاني ځواکونه لسگونه  کیلومتره راتېر شوي او ډېرکلي یې لاندې کړي دي.

ځايي اوسیدونکي زياتوي، د دروازې د جوړیدو له کبله په سیمه کې د زرگونه کورنیو اړیکې پرې شوې دي.

د ننگرهار ولایتي شورا غړى ذبیح الله زمری  وايي:

د پاکستان د دې حركتونو موخه يورند كرښې ته رسميت وركول دي. دى  پر دولتي  چارواکو نیوکه کوي، چې د پاکستان د دغو كړنو په وړاندې چوپ دي.

د ولسي جرگې استازى ظاهر قدير وايي:

پاکستان له دې دروازې پورې غاړه د غزیدلي سړک ډېره برخه پخه کړې ده.

نوموړی زياتوي:

پاکستان غواړي د تورخم دروازه وتړي او دا نوې جوړه شوې دروازه د خلکو په مخ پرانیزي.

ښاغلى قدیر له افغان دولت او نړیوالې ټولنې د دغې ستونزې  د  ژر تر  ژره د حل غوښتنه کوي.

د ولسي جرگې د دفاعي كميسيون رييس همايون همايون د ديورند كرښې په اړه د روسانوهغه نقشه، چې له ځینو افغان چارواکو سره شته، سمه بولي.

دى وايي:

ځينې افغان کړۍ هڅه کوي، چې د روسانو د وخت نقشې له منځه یوسي.

د نویو جوړو شویو تاسیساتو او دروازې په شاوخواکې سلگونه پاکستاني سرتېري گوته په ماشه ناست دي او د پولې دې غاړې دولتي او نادولتي کسانو ته اجازه نه ورکوي، چې دروازې او یاهم د هغوی تاسیساتو ته نږدې شي.

دوی په سیمه کې نوي خوزښتونه  د ځان حق گاڼه،  خو په دې اړه یې رسنیو ته خبرې نه کولې.

د يادونې وړ ده، چې دا یوازې د ننگرهار ولایت د گوشتې ولسوالۍ سرحدي سیمې نه دي، چې پاکستاني ځواکونه  په كې له دیورند کرښې راتېر شوي او پوځي  تاسیسات یې جوړکړي دي، بلکې د دغه ولایت په ډېرو سرحدي سیمو کې پاکستاني ځواکونه له ديورند کرښې راتېر شوي او د حاكميت د پراختيا هڅې كوي.

Trending

Exit mobile version