تازه خبرونه

ننگرهار پوهنتون د وسلوالو مخالفینو تر بیرغ لاندې د حکومت پر ضد لاریون کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د یکشنبې په سهار د ننگرهارپوهنتون سلگونه محصلینو د یوه لاریون پرمهال د دولت د وسلوالو ډلو تر بیرغونو لاندې د جمهوریت پرضد شعارونه ورکړل او ویلي یې دي، چې  حکومت د پوهنتون د لیلې د مدیر په توگه داسې څوک پر دنده گمارلی، چې د محصلینو د ستونزو د حل په ځای هغوی ته نورې ستونزې پیدا کوي.

محصلینو د لاریون ظاهري موخه د خپل حق غوښتل بللي او ویلي يې دي، چې د لیلې دبدېل پیسې پروخت نه ورکول کیږي.

د ننگرهار پوهنتون رییس پوهندوی ببرک میاخېل وايي؛ کله، چې د محصلینو د لیلې د بدېل پیسې پر لاره دوه ځل غلا شوې؛ نو پرېكړه وشوه  چې محصلینو ته دې پیسې د بانک له لارې ورکړ شې.

هغه زیاتوي، دا چاره پیل شوې؛ خو په یوه ورځ ټول کار نه خلاصیږي.

د نوموړي په وینا؛ د محصلینو د نورو کړنو د مخینوي له پاره به هرومرو لاس په کار شي.

د هغه په وینا؛ محصلین حق لري، چې د پوهنتون اړوند غوښتنې وکړي؛ خو له اړوند غوښتنو پرته به یې یوه کړنه هم ونه منل شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ننگرهار پوهنتون یو شمېر محصلین د وسلوالو ډلو تر بیرغونو لاندې دغه ډول لاریونونه کوي، تردې وړاندې هم ډیر کله همدغه ډول حرکتونه شوي؛ خو حکومت او اړوند ادارو یې د بیا تکرار د مخنیوي له پاره هیڅ نه دي کړي.

ننگرهارپوهنتون یو وخت د هېواد په کچه دوه یمه درجه اکاډمیک مرکز بلل کیده؛ خو اوس پرې ستره نیوکه داده، چې وسلوالې ډلې په کې پراخ نفوذ او فعالیت لري.

خبریال: رحمت الله زیارمل. 

Trending

Exit mobile version