د هوا حالاتو بدلونونه

نن به بشپړ خسوف یا د سپوږمۍ تندر رامنځته شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۷, ۱۴۰۱)

د راپورونو له مخې؛ نن (سې شنبه د لړم اووه لسمه) به د سپوږمۍ بشپړ خسوف، چې خوني سپوږمۍ هم یاده شوې، رامنځته شي.

دا پدیده به تر ۲۰۲۵ پورې تکرار نشي. بشپړ تندر هغه وخت واقع کیږي، چې ځمکه په مستقیم ډول د سپوږمۍ او لمر ترمنځ تېریږي.

بشپړ خسوف (خوني سپوږمۍ) به په شمالي او جنوبي امریکا، آارام سمندر او آسترالیا کې ولیدل شي؛ دا به په تېرو ۱۸ میاشتو کې درېیم بشپړ خسوف وي، دوه یم هغه په ۲۰۲۲ کې و او وروستی خسوف په ۲۰۲۵ کې رامنځته کیږي.

د ناسا ساینس پوهانو ویلي؛ د سپوږمۍ د تندر په وخت کې به سپوږمۍ له مونږ څخه ۳۹۰۶۵۳ کیلومتره لرې وي.

په جنوبي امریکا کې به نن د سپوږمۍ خسوف ولیدل شي؛ خو که هوا مناسبه وي. په ټوله کې آفریقا، منځني ختیځ او اروپا باید تر ۲۰۲۵ پورې انتظار وکړي، ترڅو یو ځل بیا د سپوږمۍ بشپړ خسوف وګوري. په لاس انجلس کې د ګریفیتس ستورپوهنې مرکز او د ایتالیا میشت مجازی تیلسکوپ پروژه به نن ورځ د بشپړې سپوږمۍ ژوندی بهیر چمتو کړي.

Trending

Exit mobile version