لوبی
نن د افغانستان او انډونیزیا فوټبال ملي لوبدلې دوستانه لوبه کوي
ټاکل شوې نن (سې شنبه د لړم ۲۵) د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ترکیې په انټالیا ښار کې د ګلوبل سپورټ په لوبغالي کې له انډونیزیا سره دوستانه لوبه وکړي.
دواړو لوبډلو له لوبې مخکې د ترکیې په یوه روزنیز مرکز کې روزنه لیدلې او وايي، چې د لوبې لپاره ښه چمتووالی لري.
د ملي لوبډلې لوبغاړی حسن امین، چې څه موده مخکې ټپي شوی و؛ اوس روغ شوی او بېرته لوبډلې ته ستون شوی آریانا نیوز ته ویلي: لوبډلې ته راستون شو او د انډونيزيا پر وړاندې لوبې ته پوره لیواله دی.
نوموړي زیاته کړې: د اندونیزیا په وړاندې زمونږ لوبه مه هیروئ، بریا زمونږ پربرخه ده.
لوبغاړیو هم ویلي، چې په ترکیه کې د روزنیز مرکز آسانتیاوې ډاډمنې وې او هوا هم زړهراکښونکې ده.
دغه راز انډونیزیا لوبغاړیو هم رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان پر وړاندې نننۍ لوبې ته لیواله دي او زیاتوي، چې افغانستان پیاوړې لوبډله لري.
دغه لوبه به نن د کابل پر وخت د ماښام په ۶ بجو له آریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپره شي او هغه لیدونکي چې تلویزیون ته لاسرسی نه لري کولای شي لوبه د آریانا سپورټ له یوټیوب چینل څخه په ژوندۍ بڼه وګوري.
د افغانستان او انډونیزا فوټبال ملي لوبډلو دغه دوستانه لوبه نن ماښام ۶ بجې له آریانا ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي او هغه مینه وال، چې ټلویزیون ته لاسرسی نلري؛ دا لوبه له آریانا سپورټ یوټیوب چینل څخه هم په ژوندۍ بڼه لیدلی شئ.
