پرمختګ او بشپړتیا
نن د “افغان-هند د دوستۍبند – سلما” د پرانستې ورځ ده
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدر اعظم نریندرا مودي نن د “افغان-هند د دوستۍبند – سلما” پرانیزي.
د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، دواړه مشران به د دې سترې پروژې د پرانیستلو ترڅنګ له افغانستان سره د هند د ملکي او پوځي مرستو پر دوام خبرې وکړي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي هم ویلي، چې نن به د افغان -هند د دوستۍ ښکاره بېلګه له ولسمشر غني سره په ګډه پرانستل شي.
نریندرا مودي تېر کال د افغانستان د ملي شورا نوې ودانۍ پرانیستله او افغانانو ته یې د هند د خلکو د سوغات په توګه ډالۍ کړه.
دا بند په ۲۷۰میلیون ډالروورغول شو، د ۴۲میګا واتبرښناد تولید توان لري او لږترلږه ۷۵زره هکتارځمکه هم خړوبولی شي.
دغه بند له څلوېښت کلن ځنډ و خڼډ وروسته پرانستل کیږي، چې ولسمشر غني یې پر امنیتي چارو بشپړې سپارښتنې کړې دي.