سیمه ییز خبرونه
نن د شهید استاد برهان الدین رباني درېیم تلین دی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
نننۍ ورځ د هېواد د پخواني ولسمشر او د سولې د عالې شورا د مشر شهید استاد برهان الدین رباني له درېیم تلین سره برابره ده.
استاد رباني له نن څخه درې کاله وړاندې د یو ځانمرگي لخوا، چې خپل ځان یي د طالبان استازی بللی و؛ په شهادت ورسید.
نوموړې د سولې د مشورتي جرگې لخوا د سولې د عالې شورا مشري په غاړه واخیسته او له وسلوالو مخالفینو سره یي د سولي خبري پيل کړې.
په همدې موخه یو شمېر دولتي چارواکو نن سهار(د وږي۲۹) په یو لړ ځانگړیو مراسمو کې د استاد برهان الدین رباني پر قبر د گلو ګيډۍ کیښودې.
د یادوني وړ ده، چې نن د کابل ښار ټولې حکومتي ادارې او ښوونځي رخصت اعلان شوي دي.