سیمه ییز خبرونه

نن د غويى اتمه د مجاهدينو د برياليتوب ورځ ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

نن د غويي اتمه يا د كمونستي رژيم په وړاندې د مجاهدينو د برياليتوب ورځ ده.

يوويشت كاله وړاندې مجاهدينو له څوارلس كلن جنگ او ټينگار وروسته د داكتر نجيب الله  حكومت را وپرځاوه او كابل ته دننه شول.

مجاهدينو د ۱۳۵۸ل كال د مرغومي په شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي د سره پوځ له يرغل وروسته د هېواد په گوټ گوټ كې جهاد پيل كړى و، چې په كې دوه ميليون افغانان معيوب او ووژل شول.

د ۱۳۷۱ل د غويى په اتمه مجاهدينو د برهان الدين رباني په مشرۍ حكومت جوړ كړ. د غويى اتمې هم د افغانانو هيلې، چې د سوله ييز او آرام افغانستان لپاره وې پوره نه كړې او خپلمنځيو جگړو او كينو ور سره زور واخيست.

له پېنځه  كلنو خپلمنځيو جگړو وروسته طالبانو ترې كابل ونيو او د هېواد څه باندې نوي سلنه خاوره يې تر خپل كنترول لاندې راوسته.

په دغو پېنځه كلنو خپلمنځيو جگړو كې كابل وران او په زرگونه خلك معيوب، بې كوره او ووژل شول.

Trending

Exit mobile version