تازه خبرونه

نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مارچ اتمه د نړۍ له ښځو سره د پیوستون د ورځې په نامه نومول شوې ده.

دا ورځ د ښځو په وړاندې د تبعیض خلاف د سیاسي او ټولنیزې مبارزې تاريخي ورځ ده.

هر کال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې په میلیونونو ښځې او نرینه د غه ورځ نمانځي.

له دې سره سره نږدې سل کاله کیږي، چې په سیاسي، ټولنیزو، حقوقي، اقتصادي، کورنیو حقوقو او داسې نورو برخو کې، چې په نړۍ کې د ښځو په وړاندې تعصب روان دی پرله پسې مبارزه کيږي؛ خو بیا هم د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د ښځو په وړاندې په مختلفو برخو کې تبعیض او تعصب شته دی.

د ښځو چارو وزارت وايي، سږ کال د مارچ له اتمې د گڼو مراسمو په ترڅ کې نمانځنه کوو.

افغانان دا ورځ په داسي حال کې نمانځي، چې د تېرو دیارلس کلونو په تېریدو اوس هم افغان میرمنې له زیاتو ستونزو او تاوتریخوالو سره مخ دي.

له بل لوري د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، چي افغان میرمنې خپلو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې له گڼو ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کی له دی ورځې څخه په داسی حال کی نمانځنه کیږي، چی د دې هېواد ښځی کوم حقوق، چې اسلامي قانون- بشري او مدني قوانينو ښخو ته ورکړي، تر اوسه ترېبې برخې ده. په تېره بیا په ليریو پرتو سيمو کې تر اوسه هم ښځې له خپلو بنیادي حقونو بې برخې پاتې دي.

Trending

Exit mobile version