سیمه ییز خبرونه
نن د محرم لسمه، د خوږ نبي حضرت محمد(ص) د نمسي امام حسين(رض) د شهادت ورځ ده
د ۶۱ هجري كال د محرم په همدې ورځ د حضرت محمد(ص) لمسى امام حسين(رض) چې له ظلم او استبداد سره د مبارزې او د بشريت د آزادۍ په موخه را وتلى و، په كربلا كې د يزيد لښكرو له ۷۲ ملگرو سره په شهادت ورساوه.
د محرم الحرام لسمه، چې عاشورا يې هم بولي، په افغانستان كې عمومي رخصتي وي او په اسلامي نړۍ كې د دې ورځې په وياړبېلابېلې نمانځغوندې جوړيږي.
عاشورا يوازې په وير او ويرجنو مراسمو كې نه را لنډيږي او دا ورځ بشريت ته ښيي، چې څرنگه د ظلم او استبداد په وړاندې ودريږي او آزاد ژوند غوره كړي. د حضرت امام حسين(رض) او د هغه د وفادارو ملگرو پاڅون د همدې هدف لپاره و.
د عاشورا په ورځ د اسلام په تاريخ كي نورې مهمې پېښې هم را منځته شوي، چې د بشريت د ژغورنې لامل شوي هم دي.
د اسلامي علومو مفسرين محمدحسين جعفري او مولوي لطف الله حقپرست وايي:
ټول بشريت ته د دې ورځې معنا آزادي ده.
د ديني علومو د مفسرينو په وينا:
د دې ترڅنگ، چې امام حسين(رض) او د هغه ياران د كربلا په دښته كې د محرم په لسمه د طالم يزيد د لښكرو لخوا شهيدان شول، د عاشورا په ورځ نورې حيرانونكې پيښې هم شوې دي. د نوح( ع) كښتۍ په همدې ورځ د جودي پرغره كښته شوه، په همدې ورځ د موسى( ع) ټبر د فرعون له شره وژغورل شو، د حضرت آدم( ع) او بي بي هوا پيدايښت هم په همدې ورځ شوى دى.
مفسرين وايې:
په دې ورځ لس زره پيغمبران پيدا شوي او د هغوى د دعا ايجابت هم شوى دى. دوى همدا راز وايې، چې د عاشورا په همدې ورځ ځمكه او آسمانونه پنځيدلي او جوړ شوي دي.