تازه خبرونه
نن د متحده عربي اماراتو په کوربتوب د طالبانو ، امریکایانو او سعودي عربستان څلور اړخیزه ناسته تر سره کیږي
Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې په متحده عربي اماراتو کې نن( دوشنبه د لیندۍ ۲۶) د طالبانو د سیاسي پلاوي غړي د امریکایي استازیو سره خبرې وکړي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې به دواړه خواوې د افغانستان د سولې او د روانې ۱۷ کلنې جګړې پر پای ته رسولو خبرې اترې ولري.
د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې به پر امریکایانو او طالبانو سربېره د سعودي عربستان، پاکستان او عربي متحده اماراتو استازي هم ګډون ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه نن (دوشنبه د لیندۍ ۲۶) به په پاکستان کې د امریکایي استازیو او طالبانو تر منځ د سولې په اړه خبرې اترې تر سره شي.