تازه خبرونه
نن د وږي ۱۸ د شهید له اوونۍ سره برابره ده
نن په هېواد کې د شهیدانو اوونۍ او په ځانګړي توګه د احمد شاه مسعود ۱۵تلین نمانځل کیږي.
احمدشاه مسعود فرزند د دوست محمد خان زوی دی، چې د ۱۳۳۲ ل کال د وږي په ۱۱ د پنجشیر ولایت په جنګلک کلي کې زېږیدلی دی.
د احمد شاه مسعود پلار دګروال دوست محمد د محمد ظاهر شاه په ټولواکۍ کې د افغانستان د اردو افسر و.
ښاغلي مسعود منځنۍ زدکړې په استقلال یسه کې تر سره کړي او په ۱۳۵۲ ل کال د کانکور له آزموینې وروسته د کابل پولي تخنیک زدکړیال شو.
احمد شاه مسعود په هېواد کې د شوروي اتحاد له یرغل وروسته، چې په پوره میړانه ور سره جنګیدلی له طالبانو سره یې هم بشپړ مقاومت څرګند کړی او د ۱۳۸۰ ل کال د وږي په ۱۸ ، چې د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر له ۹ سره برابره ده؛ د دوه تنو لخوا په ځانمرګي برید کې، چې ځانونه یې خبریالان ورپېژندلي وه ووژل شو.
دغه ورځ په ټول هېواد او په ځانګړي توګه په کابل کې د شهداوو په یاد هر کال نمانځل کیږي او په ملي کلیزه کې عمومي رخصتي منل شوې ده.