تازه خبرونه
نن د کابل – جلال اباد پر لویه لار د لسو ترافيکي پېښو له کبله ۱۷ کسان مړه شوي
(Last Updated On: سلواغه ۸, ۱۴۰۲)
د کابل امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ د يکشنبې پر ورځ ازادي راډيو ته ویلي، چې د کابل- جلالآباد پر لويه لار په يوه ورځ کې د لسو بېلابېلو ترافيکي پېښو له کبله ١٧ کسان مړه شوي او ١٠ نور ټپيان دي.
خالد ځدراڼ زیاته کړې؛ دغه ترافيکي پېښې د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې رامنځته شوې دي.
هغه وایي، چې په ټپيانو کې دوه ماشومان او څلور ښځې هم شته.
ځدراڼ وايي، ټول ټپيان روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ترافيکي پېښې د موټر چلوونکیو د بې احتياطۍ او مقرراتو ته د نه پاملرنې له کبله رامنځته شوې دي.