تازه خبرونه

نن د کابل ښار د ۶ ناحیې او ۱۱ حوزې په اړوند سیمو کې چاودنې شوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۹, ۱۳۹۹)

نن سهار ۸:۳۷ د شپږمې ناحیې د شورا او ۱۰:۱۰ د یوولسمې امنیتي حوزې د خیرخانې په اړوند سیمو کې د ماین چاودنې رامنځته شوې دي.

د کابل پولیسو ویلي، چې نن سهار اته بجې او اووه دېرش دقیقې د شپږمې ناحیې د شورا په اړوند سیمه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر اړوند پراډو موټر چاودنه شوې، چې ځاني زیان نلري.

د مخابراتو وزارت دغه راپور رد کړی او وايي، چې دا موټر د اترا د دفتر و.

د ماین دوه یمه چاودنه د کابل د یوولسمې حوزې په خیرخانه سیمه کې لندکروزر رامنځته شوې.

د کابل پولیسو دا پېښه هم منلې او وایي، چې په چاودنه کې هیڅ څوک ټپي شوی ندی.

دوی زیاته کړې، چې لومړۍ چاودنې پراډو او دوه یمې هغې لندکروزر موټر زیانمن کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې پر سهار( د مرغومي ۲۸) د سترې محکمې د کارمندانو پر موټر د ناڅرګندو وسلوالو لخوا ډزې شوي، چې په کې دوه ښځینه قاضیانې وژل شوي؛ د درېور او یو لاروي  په ګډون درې نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version