1393ټاكنې

نن سهار اووه بجې راى اچونې پيل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو خپلواك كميسيون چارواكو نن شنبه(د وري۱۶) د سهار په اووه بجو د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاكنې د پيل خبر وركړ .

نن هم د تېر په څير افغان ولسمشر حامد كرزى د راى اچونې په كڅوړه كې د خپلې راې په كارونه دغه ملي بهير پيل كړ.

د ولسمشر لومړي مرستيال محمد يونس قانوني وويل: د هېواد تاريخي شېبه دا دى نن پيل شوه.

دغه راز كريم خليلي په حبيبيه ليسه كې خپله رايه وكاروله.

تمه ده، چې په دغو ټاكنو كې به څه ناڅه ۱۳ميليون افغانان د خپل راتلونكي برخليك لپاره  خپلې رايې په ټاكلو سيمو كې وكاروي.

افغانستان، چې تازه دموكراسي تجربه كوي، دوه ځلې د ولسمشرۍ ټاكنې په كې شوي دي.

د ټاكنو گټونكى به هغه نوماند وي، چې پنځوس جمع يوه رايه تر لاسه كړي او د غبرگولي په لومړۍ نېټه به د افغان ولسمشر حامد كرزي ځاٰى ناستى وپېژندل شي.

د ولسمشرۍ د ټاكنو سره جوخت افغانان به د ولايتي شوراگانو غړيو ته هم رايې وركړي.

په افغانستان كې هر افغان وگړى، چې د رايې وركولو قانوني عمر يې بشپړ كړى وي، د رايې حق لري.

له قانون سره سم بايد د ولسواليو د شوراگانو لپاره هم ټاكنې وشي، چې ټاكل شوې دا ټاكنې په راتلونكي كال كې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version