سیمه ییز خبرونه
نن سهار د كابل په شاه شهيد كې ځانمرگى بريد وشو
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
رپوټونه وايي، چې دا بريد د اته بجو په شاوخوا كې د اتمې حوزې په شاه شهيد سيمه كې شوى دى.
د كابل امنيه قوماندان وايي، چې په دې ځانمرگي بريد كې ملكي خلكو ته هم مرگ و ژوبله اوښتې ده.
دعامې روغتيا وزارت چارواكو ويلي، چې:
په کابل ښارکې د بهرنيانو پر دوه موټرو ځانمرگى بريد وشو ، چې په کې شپږ تنه وژل شوي، ۳۷ ټپیان دي او لسگونه موټر ويجاړ شوي دي.
ويل كيږي د پېښې په سيمه كې د نړيوالو ځواكونو دوه او لس نور د عامو خلكو موټر ويجاړ شوي، سيمه د امنيتي ځواكونو له خوا كلابنده ده او ترافيكو ته د ورتگ اجازه نه وركول كيږي.
د يادونې وړده، چې د دغه ځانمرگي بريد د چاودنې په غږ تر سل مترۍ پورې د كورونو ښيښې هم ماتې شوې دي.