لوبی
نن ماښام افغانستان له پاکستان سره سیالي کوي
د افغانستان کرکت ملي لوبډله د ۲۰۲۲ آسیا جام د ۲۰ آوریزو سیالیو د څلورم غوره پړاو په دوه یمه لوبه کې له پاکستان سره مخامخ کیږي.
د افغانستان د کرکت ملي لوبډله به نن چارشنبه د وږي ۱۶ د آسیا د څلور غوره لوبډلو په لړ کې خپله دوه یمه لوبه له پاکستان سره کوي.
افغانستان له دې مخکې د سریلانکا پر وړاندې ماتې خوړلې وه؛ خو له خپل سیال هند یې لوبه ګټلې ده.
د سیالیو پای لوبې ته افغانستان هیله من دی، چې دا د پاکستان او هند پر وړاندې د پاتې دوه لوبو پر ګټلو پورې اړه لري، چې کومه آسانه هم نه ښکاري.
افغانستان سیالۍ ته د تیاریو لپاره دوه ورځې وخت درلود؛ خو د وروستۍ ماتې له کبله افغان لوبغاړیو د دې لوبې ګټلو ته زړه ښه کړی، چې نن د کابل پر وخت مازدیګر ۶:۳۰ بجې ترسره کیږي.
د یادونې ده، چې په افغانستان کې آریانا تلویزیون د ۲۰۲۲ کال آسیا کرکت سیالیو د خپرولو ځانګړی ویاړ لري.
