تازه خبرونه

نن ولسمشر غني په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل په دهمزنګ سیمه کې د روشنایي جنبش پر لاریون له پرونیو ځانمرګو بریدونو وروسته، چې اتیا کسه په کې ووژل شول او ۲۳۰ نور ټپیان دي؛ افغان ولسمشر نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې د پروني برید د قربانیانو غچ به واخلي.

ولسمشر غني په ډاګه کړې، چې د پروني خونړي برید په اړه یې د پلټنې امر ورکړی دی.

د نوموړي په وینا؛ که په دولت کې وي او یا له دولته بهر ګرم کسان به مجازات شي.

د دغه برید پړه داعش په غاړه اخیستې او طالبانو په دې برید کې هر راز لاسوهنه رد کړې ده.

د ځینو امنیتي سرچینو د ځرګندونو له مخې یاد برید د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د اوسیدونکي  ابو علي له خوا رهبري شوی دی.

کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي تر لس ورځو پورې پر لاریونونو بندیز لګولی او وایي، چې هیڅوک حق نه لري لاریونونه تر سره کړي. 

دغه لاریون بامیانو ته  د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلووات برښنا مزو د لیږد له پاره رهبري کیده.

Trending

Exit mobile version