نړۍ
نن په سرحدي سیمه کې د روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې پیلیږي
د روسیې مذاکره کوونکي ولادیمیر میډینسکي څرګنده کړې، روسیه له اوکراین سره یوې داسې هوکړې ته لیواله ده، چې د دواړو خواوو په ګټه وي.
د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ولسمشرۍ پرون ویلي وه، چې اوکراین له روسیې سره له شرطونو پرته د خبرو لپاره هوکړه کړې ده.
زیلینسکي د بریالیتوب هیله مندي ونه ښوده؛ خو څرګندوي: اجازه راکړئ، چې هغوی هڅې وکړي او د اوکراین یو وګړی هم په دې کې شک ونلري، چې ما د ولسمشر په توګه د جګړې د بندولو هڅه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د بیلاروس د بهرنیو چارو وزارت د روسیې او اوکراین د خبرو اترو کوربتوب ته چمتووالی نیولی او د پلاوي راتګ ته په تمه دی.
