تازه خبرونه

نن په ډېرو هېوادونو کې د مبارکې روژې لومړۍ ورځ ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په سعودي عربستان  کې چاروا کو ویلي، چې دوشنبه د جون میاشتې شپږمه( چې د غبرګولي له ۱۷ سره برابره ده) د ۱۳۳۷ لیږدیز کال د روژې مبارکې لومړۍ ورځ وي.

قطر، متحده عربي اماراتو او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو هم ورته اعلان کړی.

دغه اعلان په یادو هېوادونو کې د میاشتې له لیدو وروسته شوی.

په افغانستان کې، چې په دودیز ډول روژې او اخترونه له سعودي سره هم مهاله نمانځل کېږي، سترې محکمې پرون ناوخته د ماسخوتن په شاوخوا نهه بجو رسنیو ته په ډاګه کړه، چې روژه به پر دوشنبه پیلېږي.

د مصر دارالافتاء هم ویلي، چې د روژې میاشت ولیدل شوه؛ نو “یکشنبه د جون ۵مه به د شعبان وروستۍ او دوشنبه د جون ۶مه به د روژې لومړۍ ورځ وي”.همداراز د خلیج په نورو هېوادونو کویټ، متحده عربي امارات، قطر او بحرین، مصر او اسټرالیا کې به هم دوشنبه د روژې لومړۍ ورځ وي.

Trending

Exit mobile version