تازه خبرونه

نن په افغانستان کې د خپلواکۍ ٩٨ يمې کاليزې نمانځنه پیل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

۹۸ کاله وړاندې د زمري پر ۲۸، چې د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګست له ۱۹ سره برابره ده؛ په ټول افغانستان کې بېلابېلوقشرونو له خوا د خپلواکۍ دولتي، نادولتي او ولسي ورځ نمانځل کيږي.

په دې ویاړ د افغانستان د ولایتونو ټولې سیمې پردرې رنگه تور، سور او شین بيرغ پوښل شوي؛ پرلارو، کوڅو، پلورنځیو دغه درې رنګه بيرغ رپیدلی دی.

نن سهار نهه بجې ولسمشر اشرف غني د ارګ په دفاعي او امنیتي سیمه کې د خپلواکۍ څلي ته پر رسمي مراسمو د ګلو ګیډۍ کیښوده؛ خو د خپلواکۍ په اړه یې وینا ونه کړه.

له دِې ورڅې څخه په ننګرهار ولایت کې هم په زړه پورې نمانځنه کیږي؛ ځکه، چې امان الله خان او میرمن یې د جلال آباد ښار په امیر شهید بڼ کې ښخ شوي دي.

دا ورځ په ټول افغانستان کې دولتي رخصتي ده.

طالبانو هم په دې اړه خپله ځانگړې اعلاميه خپره کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د خپلواکۍ ۹۸ کلیزې نمانځلو ته په هرات ولایت کې هم ځانګړي مراسم نیول شوی او ټاکل شوې، چې ولسمشر غني به نن په دې مراسمو کې نه یوازې برخه اخلي، بلکې وینا  او د مالوچو نساجي به هم پرانځڅي.

Trending

Exit mobile version