تازه خبرونه

نن په ټول هېواد کې د محرم لسمه په مذهبي مراسمو نمانځل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د محرم لسمه د عاشورا له ورځې سره برابره ده. دا ورځ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پر یو لړ مذهبي مراسمو نمانځل کیږي.

په دې ورځ د حضرت محمد (ص) د نمسی حضرت حسین د  کورنۍ د غړیو او یارانو په ګډون ۷۲ کسان په  کربلا کې شهیدان شول.

نن د هېواد په ټولو ولایتونو کې د دغې ورځې د نمانځلو لپاره ځانګړي مذهبي مراسم په پام کې نیول شوي او په بېلابېلو بڼو نذرونه ورکوي.

خلک په دې ورځ زیاتره خرما، شریني، شیدې، چای او بېلابېلې میوې پیري او په کورونو او تکیه خانو کې خوږې وریجې، غوښه او نور خواړه پخوي.   

د عاشورا ویر د محرم له لومړۍ تر ۱۳ بېلابېل مراسم لري.

د یادونې وړ ده، چې د محرم په را رسیدو د ځینو کوچنیو سوداګرو کاروبار هم  ښه کیږي؛ ځینې بزازان، د لبنیاتو پلورونکي او د څارویو جلابان په دې ورځو کې له خپل کار و باره راضي ښکاري.

Trending

Exit mobile version