لوبی
نن په مزار شریف ښار کي د ۱۷ کلنو فوتسال سیالۍ پيل شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
نن په مزار شریف ښار کي د اووه لس کلنو شل لوبډلو تر منځ د فوتسال سیالۍ پيل شوې.
د بلخ ولایت فوتسال فدراسیون مسوول اسحاق یعقوبي وایي، دا سیالۍ به تر ۲۵ ورځو پورې روانې وي. د نوموړي د څرګندونو له مخې د دغو سیالیو موخه د ۱۵کلنو او ۱۷ کلنو غوره فوتسال لوبغاړیو پېژندل دی.
په روان کال کی د معیاري میدانونو له جوړیدو سره په بلخ ولایت کی ورزش وده کړې، چی اوسمهال ځوان لوبغاړي په کې شپه او ورځ په بېلابېلو وختونو کی خپلې لوبې کوي.